۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

پينځم زبور

د سرود مشر دپاره: د شپيلۍ ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د حفاظت دُعا

۱اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه،

زما اسويلو ته توجو وکړه.

۲زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره،

زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.

۳زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم،

هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم

مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.

۴يو تۀ هغه خُدائ يې چې په بدو نۀ خوشحاليږى،

بد کرداره به تا سره نۀ اوسيږى.

۵ستا په وړاندې مغرور خو ودرېدے نۀ شى،

کوې کرکه د هغوئ نه چې بدکاره شى.

۶تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى،

مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.

۷ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته،

ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.

۸اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو،

په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه،

خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.

۹په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى.

او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.

۱۰اے پاکه خُدايه هغوئ ګناهګار حساب کړه،

هغوئ په خپلو دامونو کښې راګېر کړه.

د ډېرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه،

ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشى کړې ده.

۱۱خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى،

وائى سندرې تل تر تله بې‌غمۍ سره

وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې

هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مينه ساتى.

۱۲اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې،

تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.