۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

شپږم زبور

د سرود مشر دپاره: د اتۀ تاره رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د تکليف په وخت دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې

ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.

۲ رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه،

شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.

۳ په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى

اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟

۴ اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه،

ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره.

۵ څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى.

څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟

۶ ستړے يم ډېر په ژړېدو سره،

بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره،

او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.

۷ سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره،

سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.

۸ ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ،

زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.

۹ د رحم دپاره سوال مې اورېدلے دے، مالِک خُدائ،

دُعا زما يې قبوله کړې ده مالِک خُدائ.

۱۰ يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان،

راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بې‌عزتۍ سره.