زبور شريف

څلورم زبور

د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د ماښام دُعا

۱نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم،

تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم.

زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.

۲اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟

ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟

ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟

۳په دې باندې خبر شئ

چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى،

زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.

۴د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ،

چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.

۵خپلې د صداقت قربانۍ وړاندې کړئ

او تل توکل په مالِک خُدائ کړئ.

۶ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟

اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“

۷تۀ به زما زړۀ د يو لوئې خوشحالۍ نه ډک کړې

د هغوئ نه هم ډېر زيات څوک چې ډېر غنم او شراب لرى.

۸زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم،

يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.