زبور شريف

اول زبور

رښتينې خوشحالى

۱نو هغه بختور دے او بختور به وى

څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،

په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،

د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.

۲خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،

شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.

۳نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،

کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،

مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى

پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.

۴خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،

د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.

۵نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،

ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.

۶بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،

په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.