زبور شريف

درېم زبور

د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې حضرت داؤد د خپل زوئ ابى‌سلوم نه وتښتېدو

د مدد دپاره د سحر دُعا

۱اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما،

څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما.

۲ډېر زما په حقله داسې وائى،

”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“

۳تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې،

تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،

۴کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم،

خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.

۵چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم،

ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.

۶يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى

کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.

۷مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه،

د دشمن مې ژامنې ماتې کړه،

غاښونه د بدعملو مات کړه.

۸خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى.

ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.