چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د خُدائ ثناء ووايئ.
زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم،
کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.
۲ د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى،
څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.
۳ د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى،
او د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې وى.
۴ د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى،
زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.
۵ د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى،
هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.
۶ هغۀ خپلو خلقو ته د خپلو کارونو زور ښودلے دے،
او هغوئ ته يې د نورو قومونو زمکې ورکړى دى.
۷ د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى،
او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.
۸ او هغه تر ابده قائم پاتې کېدونکى دى،
او دا ټول په وفادارۍ او صداقت سره شوى دى.
۹ هغۀ د خپلو خلقو دپاره کفاره ورکړه،
هغۀ خپل لوظ تر ابده پورې قائم کړو،
د هغۀ نوم مقدس دے او شان او شوکت لرى.
۱۰ د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده،
هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے،
د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.