چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه
ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“
۲ مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى،
نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.
۳ کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى.
د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى،
لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
۴ مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى،
”تۀ به لکه د مَلِکصِدق د تل دپاره اِمام يې.“
۵ مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے،
په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.
۶ هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى،
او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.
۷ خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى،
نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.