چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى،
بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،
او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.
۲ د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى،
د صادقانو نسل به بختور کړے شى.
۳ دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى،
او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.
۴ کۀ څۀ هم په تيارۀ کښې صادقانو ته رڼا ځليږى،
څوک چې مِهربانه زړۀ سواندى او صادق وى.
۵ مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى،
او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
۶ په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى،
صادق سړے به تل يادولے شى.
۷ هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى،
د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.
۸ د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى،
او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.
۹ هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى،
د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى،
او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.
۱۰ بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى،
او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى،
د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.