۰:۰۰ / ۰:۰۰

افسیسیانو ته د پولوس رسول لیک

څلورم فصل

د ایماندارانو ترمنځ یووالی

۱نو زه چې د څښتن په خاطر بندي یم، ستاسو نه غوښتنه کوم چې داسې ژوند وکړئ چې د هغې بلنې وړ وي چې تاسو تر‌لاسه کړې ده. ۲تل په عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مینې سره یو بل وزغمئ. ۳ډېر کوښښ وکړئ هغه یووالی وساتئ چې روح القدس یې په سوله او سلامتي کې رامنځته کوي. ۴لکه څنګه چې یو بدن او یو روح القدس دی، نو همداسې یوه هیله ده چې خدای تاسو ورته رابللي یئ. ۵یو څښتن دی، یو ایمان او یو د تعمید غسل، ۶یو خدای چې د ټولو پلار او د ټولو نه اوچت دی، زمونږ د ټولو په وسیله کار کوي او په ټولو کې اوسیږي.

۷خو مونږ هر یو ته د مسیح د سخاوت له مخې یو نعمت راکړل شوی دی. ۸له همدې امله لیکل شوي دي:

کله چې پورته لوړو ځایونو ته وروخوت،

یووړل یې له ځانه سره زیات بندیان

او خلکو ته یې ورکړل نعمتونه

۹کله چې وایي: «هغه پورته لوړو ځایونو ته وروخوت» د دې معنی څه ده، ایا معنی یې دا نه ده چې هغه مخکې د ځمکې ډېر ښکته ځای ته کوز شوی ؤ؟ ۱۰نو بیا هغه څوک چې ښکته راکوز شو، دا هماغه دی چې د ټولو اسمانونو نه پورته وخوت، ترڅو ټول کاینات د خپل حضور نه ډک کړي. ۱۱دا خپله هماغه څوک ؤ چې خلکو ته یې نعمتونه ورکړل چې ځینې یې رسولان، ځینې یې پیغمبران، ځینې یې زېري رسوونکي، ځینې یې شپانه او ښوونکي وټاکل. ۱۲هغه داسې وکړل ترڅو د خدای خلک د کار او خدمت دپاره تیار کړي، د دې دپاره چې د مسیح بدن ته وده ورکړي، ۱۳ترڅو مونږ ټول هغه یووالی چې په ایمان او د خدای د زوی په پوره پېژندلو کې دی، تر‌لاسه کړو او په ایمان کې بالغان شو او د مسیح په اندازه کامل شو. ۱۴نو نور به مونږ ماشومان نه یو چې د څپو په وسیله اخوا دې خوا وغورځول شو او د انساني هر ډول تعلیم د باد په وسیله دلته او هلته یووړل شو او نه به نور د خلکو د چالاکۍ او د ټګۍ نه ډکو دسیسو له امله بې‌لارې کېږو. ۱۵نو د دې په ځای مونږ باید په مینه حقیقت ووایو او په هر حال کې په مسیح کې چې سر دی، وده وکړو. ۱۶د هغه تر لاس لاندې د بدن ټول غړي د هغو بندونو په وسیله چې د هغو دپاره تیار شوي دي، سره یوځای کوي او نښلوي. کله چې د بدن هر غړی په مناسب ډول خپل کار کوي، نو ټول بدن وده کوي او په مینه خپل ځان جوړوي.

په مسیح کې نوی ژوند

۱۷زه تاسو ته د څښتن په نوم دا وایم او په هغې باندې ټینګار کوم چې تاسو باید نور د غیریهودیانو په شان چې په خپلو باطلو خیالونو کې اوسیږي، ژوند ونه کړئ. ۱۸هغوی د خپلو خیالونو په تیارو کې ډوب دي. هغوی د هغه ژوند نه چې خدای یې ورکوي، بې‌برخې شوي دي، ځکه چې هغوی جاهلان او زړونه یې سخت دي. ۱۹هغوی خپل د شرم احساس له لاسه ورکړی او خپل ځانونه یې عیاشۍ ته تسلیم کړي دي او په شوق سره هر ډول ناپاکه کارونه کوي.

۲۰خو دا هغه څه نه دي چې تاسو د مسیح په هکله زده کړي دي. ۲۱څرنګه چې تاسو بې له شکه د عیسی په هکله اورېدلي دي او هغه حقیقت مو زده کړی دی چې په هغه کې دی، ۲۲نو تاسو د خپل د ګناه نه ډک زوړ فطرت او د ژوند تېرولو د پخوانۍ لارې څخه چې د نفساني غوښتنې او غولونې له امله فاسدې شوې دي، لاس واخلئ. ۲۳خو پرېږدئ چې ستاسو روحونه او ذهنونه په کامله توګه نوي شي ۲۴او تاسو د نوي فطرت لباس واغوندئ چې په رښتیني عدالت او پاکوالي کې د خدای په څېره کې پیدا شوی دی.

۲۵نو بیا د دروغ ویلو نه لاس واخلئ او یو بل ته رښتیا وایئ، ځکه چې مونږ ټول د یو بدن غړي یو. ۲۶د قهر په وخت کې ګناه مه کوئ او مه پرېږدئ چې ستاسو قهر د لمر پرېوتولو پورې دوام وکړي ۲۷او شیطان ته موقعه مه ورکوئ چې تاسو وسوسه کړي. ۲۸غل دې نوره غلا نه کوي، بلکې د هغې په ځای دې زحمت وباسي او په خپلو لاسونو دې صادقانه کار وکړي، ترڅو د هغه سره هم یو څه وي چې محتاجو خلکو ته یې ورکړي. ۲۹مه پرېږدئ چې د خولې نه مو بدې خبرې راووځي، بلکې ستاسو خبرې دې ښې، په خپل وخت او د نورو دپاره مرسته کوونکې وي. نو څوک چې ستاسو خبرې واوري، د هغوی دپاره به د فضل سبب شي. ۳۰د خدای روح القدس مه خفه کوئ، چا چې په تاسو باندې د خدای د ملکیت مهر لګولی دی او د هغې ورځې ضمانت دی چې تاسو به په کې خلاصون ومومئ. ۳۱د تریخوالي، قهر، غضب، شورماشور، تور لګولو او هر ډول بدۍ نه لاس واخلئ. ۳۲د دې په ځای په یو بل مهربانه او زړه سواندي اوسئ او لکه څنګه چې خدای په مسیح کې تاسو وبخښلئ، نو تاسو هم یو بل وبخښئ.