افسیسیانو ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

د غیریهودیانو دپاره د پولوس رسول کار

۱په همدې دلیل زه پولوس چې ستاسو غیریهودیانو او د عیسی مسیح په خاطر بندي یم، تاسو دپاره دعا کوم. ۲تاسو به خامخا اورېدلي وي چې خدای د خپل فضل له مخې ماته دا وظیفه راکړې ده چې ستاسو دپاره یې سرته ورسوم. ۳لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکې په لنډه توګه ولیکل، دا پټ راز خدای په خپله د الهام په وسیله ماته ښکاره کړ. ۴ما چې تاسو ته څه لیکلي دي، که چېرې تاسو هغه ولولئ، نو پوه به شئ چې زه د مسیح د پټ راز څخه خبر یم. ۵دا راز په پخوا زمانو کې انسانانو ته داسې نه ؤ ښکاره شوی لکه څنګه چې اوس د روح القدس په وسیله د خدای سپېڅلو رسولانو او پیغمبرانو ته ښکاره شوی دی. ۶هغه راز دا دی چې غیریهودیان د زېري په وسیله د یهودیانو سره په میراث کې شریک دي، دواړه د یو بدن غړي او په هغې وعدې کې شریک دي چې خدای په عیسی مسیح کې زمونږ سره کړې ده.

۷زه د خدای د فضل د نعمت په وسیله چې ماته یې د خپل قدرت په کارولو سره راکړی دی، د زېري خدمتګار شوم. ۸که څه هم زه د خدای په ټولو خلکو کې کوچنی یم، خو دا فضل یې په ما کړی دی چې زه غیریهودیانو ته د مسیح د بې‌حده شتمنۍ زېری ورکړم ۹او هغه پټه نقشه ټولو خلکو ته ښکاره کړم چې خدای د ټولو شیانو خالق دا راز د ازل نه پټ ساتلی ؤ. ۱۰د خدای مقصد دا ؤ چې اوس د خپل حکمت مختلف اړخونه د کلیسا په وسیله حاکمانو او د واک خاوندانو ته په اسماني ځایونو کې ښکاره کړي. ۱۱د دې پټ راز ښکاره کول هغه ابدي مقصد ؤ چې خدای زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله عملي کړ. ۱۲نو مونږ په مسیح کې او په هغه باندې د ایمان په وسیله په زړورتیا او باور سره کولای شو چې د خدای حضور ته ورشو. ۱۳نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د کړاوونو په خاطر چې ستاسو دپاره یې تېروم مه بې‌زړه کېږئ، ځکه چې دا ستاسو د سرلوړۍ سبب کیږي.

د عیسی مسیح مینه

۱۴په همدې دلیل زه د پلار په مخکې په ګونډو کېږم، ۱۵د هغه چا په مخکې چې هره کورنۍ په اسمان او ځمکه کې خپل نوم د هغه څخه اخلي. ۱۶زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ. ۱۷همدارنګه زه دعا کوم چې ستاسو د ایمان په وسیله مسیح ستاسو په زړونو کې واوسیږي. زه دعا کوم چې د خدای مینه په تاسو کې ریښې وځغلوي او د مینې په بنیاد ودان شئ، ۱۸ترڅو تاسو د خدای د ټولو خلکو سره یوځای دا توان ولرئ چې په دې پوه شئ چې د مسیح مینه څومره پراخه، اوږده، اوچته او ژوره ده ۱۹ترڅو د مسیح هغه مینه وپېژنئ چې د پوهې نه لوړه ده او تاسو په پوره توګه د خدای د کامل فطرت او خوی نه ډک شئ.

۲۰جلال دې وي هغه چاته چې په خپل قدرت سره کولای شي د هغه څه نه چې مونږ ډېر زیات غواړو او ګومان یې کوو په مونږ کې زیات کار کوي. ۲۱هغه ته دې په کلیسا او په عیسی مسیح کې تل ترتله په ټولو نسلونو کې جلال وي. امین.