د اِفِسيانو په نوم د پولوس رسول خط

پينځم باب

د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ

۱لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ. ۲او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو. ۳خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى. ۴دغه شان بې‌حيا، پليتې خبرې او ګنده ټوقې مۀ کوئ، ځکه چې دا بې‌ځايه خبرې دى. د دې په ځائ د خُدائ پاک شُکر ادا کوئ. ۵نو تاسو په دې يقين ساتئ چې د حرام کار، ناپاک، يا حرصناک انسان چې د بُت پرست په مثال دے، نو د هغۀ د مسيح او د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې هيڅ ميراث نشته. ۶تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى. ۷نو په دې وجه د هغوئ سره په کارونو کښې مۀ شريک کېږئ، ۸ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ. ۹ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى. ۱۰او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى. ۱۱د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ. ۱۲ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى. ۱۳خو چې په څۀ هم نُور وځليږى نو هغه راڅرګند شى. ۱۴نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“ ۱۵نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ. ۱۶په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده. ۱۷نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده. ۱۸په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ. ۱۹په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ. ۲۰او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.

د ښځې او خاوند په مينځ کښې تعلق ساتل

۲۱د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ. ۲۲اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ. ۲۳ځکه چې هر خاوند د خپلې ښځې سر دے لکه څنګه چې مسيح د خپل جماعت سر دے د کوم چې هغه بچ کوونکے دے. ۲۴نو لکه څنګه چې جماعت د مسيح تابع دے دغه شان دې ښځې هم په هره خبره کښې د خپلو خاوندانو تابع وى. ۲۵اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے ۲۶چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. ۲۷او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى. ۲۸هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى. ۲۹ځکه چې څوک هم د خپل بدن نه نفرت نۀ کوى بلکې هغه د زړۀ د اخلاصه د دې پالنه کوى، لکه څنګه چې مسيح د جماعت پالنه کوى. ۳۰ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو. ۳۱”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.“ ۳۲دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم. ۳۳بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.