د اِفِسيانو په نوم د پولوس رسول خط

څلورم باب

په حضرت عيسىٰ مسيح کښې يووالے

۱نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. ۲په پوره عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مينې سره يو بل زغمئ. ۳پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ. ۴بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ. ۵يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده، ۶او واحد خُدائ پاک، چې د ټولو اېک يو پلار دے، څوک چې د ټولو دپاسه، او د ټولو په وسيله کار کوى او په ټولو کښې موجود دے. ۷خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى. ۸هم دغه وجه ده چې کلام دا فرمائى چې، ”کله چې هغه بره لاړو قېديان يې د ځان سره بوتلل، او خلقو له يې تحفې ورکړې.“ ۹د هغۀ د بره ختلو نه څۀ مطلب دے بې له دې نه چې هغه د زمکې ښکته برخې ته هم کوز شوے وو. ۱۰او هغه څوک چې ښکته راکوز شو هم هغه د ټولو آسمانونو نه بره وختو، د دې دپاره چې ټول کائنات د خپل حضور نه ډک کړى. ۱۱دا هم هغه هستى وه چې نعمتونه يې خلقو له ورکړل چې څوک به رسولان، څوک به نبيان، او څوک به د زيرى اورونکى، او څوک به د ايماندارانو شپونکى، او څوک به اُستاذان وى. ۱۲د هغوئ ذمه وارى دا ده چې مقدسين د خِدمت دپاره تيار کړى او د مسيح بدن له وده ورکړى، ۱۳ترڅو مونږ ټول په ايمان راوړلو کښې يو شُو او د خُدائ پاک زوئ په ښۀ شان وپېژنو، او ايمان کښې بالغان شُو، او د مسيح پوره کاملېدو ته ورسيږو. ۱۴نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو. ۱۵نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے. ۱۶هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.

د حضرت عيسىٰ مسيح په يووالى کښې نوے ژوندون

۱۷نو زۀ تاسو ته په مالِک کښې په سختۍ سره دا خبره کوم چې تاسو نور د غېر‌يهوديانو په شان مۀ اوسېږئ، لکه څنګه چې هغوئ په خپلو باطلو خيالاتو کښې اوسى. ۱۸هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى. ۱۹هغوئ نۀ شرميږى او خپل ځانونه يې په شهوت پرستۍ، او په هر قسم ګنده کارونو پسې ليونى کړل. ۲۰خو دا هغه طريقه نۀ ده کومه چې تاسو د مسيح په حقله زده کړې ده. ۲۱د کله نه چې تاسو د عيسىٰ په حقله اورېدلى دى او هغه حقيقت مو زده کړے دے کوم چې د هغۀ نه راځى، ۲۲نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې. ۲۳نو روحُ القُدس ته د خپل سوچ او اخلاق نوى کولو اجازت ورکړئ ۲۴او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.

د نوى ژوند طريقه

۲۵نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو. ۲۶د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ، ۲۷او په داسې کولو اِبليس له موقع مۀ ورکوئ. ۲۸پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى. ۲۹خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى. ۳۰او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے. ۳۱د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ. ۳۲نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.