د اِفِسيانو په نوم د پولوس رسول خط

پينځم باب

د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ

۱ لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ. ۲ او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو. ۳ خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى. ۴ دغه شان بې‌حيا، پليتې خبرې او ګنده ټوقې مۀ کوئ، ځکه چې دا بې‌ځايه خبرې دى. د دې په ځائ د خُدائ پاک شُکر ادا کوئ. ۵ نو تاسو په دې يقين ساتئ چې د حرام کار، ناپاک، يا حرصناک انسان چې د بُت پرست په مثال دے، نو د هغۀ د مسيح او د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې هيڅ ميراث نشته. ۶ تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى. ۷ نو په دې وجه د هغوئ سره په کارونو کښې مۀ شريک کېږئ، ۸ ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ. ۹ ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى. ۱۰ او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى. ۱۱ د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ. ۱۲ ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى. ۱۳ خو چې په څۀ هم نُور وځليږى نو هغه راڅرګند شى. ۱۴ نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“ ۱۵ نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ. ۱۶ په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده. ۱۷ نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده. ۱۸ په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ. ۱۹ په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ. ۲۰ او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.

د ښځې او خاوند په مينځ کښې تعلق ساتل

۲۱ د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ. ۲۲ اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ. ۲۳ ځکه چې هر خاوند د خپلې ښځې سر دے لکه څنګه چې مسيح د خپل جماعت سر دے د کوم چې هغه بچ کوونکے دے. ۲۴ نو لکه څنګه چې جماعت د مسيح تابع دے دغه شان دې ښځې هم په هره خبره کښې د خپلو خاوندانو تابع وى. ۲۵ اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے ۲۶ چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. ۲۷ او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى. ۲۸ هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى. ۲۹ ځکه چې څوک هم د خپل بدن نه نفرت نۀ کوى بلکې هغه د زړۀ د اخلاصه د دې پالنه کوى، لکه څنګه چې مسيح د جماعت پالنه کوى. ۳۰ ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو. ۳۱ ”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.“ ۳۲ دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم. ۳۳ بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.