0:00 / 0:00

زبور شريف

اتۀ نوييم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱ سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ،

ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى،

د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.

۲ مالِک خُدائ خپل خلاصون خلقو ته ښودلے دے،

او خپل صداقت يې په قومونو څرګند کړے دے.

۳ هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله،

زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.

۴ اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ،

د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،

۵ مالِک خُدائ ته د رباب ساز وغږوئ،

او د رباب د ساز سره ورته سرودونه ووايئ،

۶ د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو،

زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،

۷ سمندر او هر څۀ چې په کښې دى ټول دې چغې او نعرې ووهى،

ټوله دُنيا او هر څۀ چې په کښې اوسيږى،

۸ سيندونه دې لاسونه وپړقوى،

ټول غرونه دې يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووائى،

۹ ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى،

ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى،

هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى،

او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.