چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ،
ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى،
د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
۲ مالِک خُدائ خپل خلاصون خلقو ته ښودلے دے،
او خپل صداقت يې په قومونو څرګند کړے دے.
۳ هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله،
زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.
۴ اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ،
د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،
۵ مالِک خُدائ ته د رباب ساز وغږوئ،
او د رباب د ساز سره ورته سرودونه ووايئ،
۶ د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو،
زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،
۷ سمندر او هر څۀ چې په کښې دى ټول دې چغې او نعرې ووهى،
ټوله دُنيا او هر څۀ چې په کښې اوسيږى،
۸ سيندونه دې لاسونه وپړقوى،
ټول غرونه دې يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووائى،
۹ ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى،
ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى،
هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى،
او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.