0:00 / 0:00

زبور شريف

يو کم سلم زبور

مالِک خُدائ لوئ بادشاه دے

۱ مالِک خُدائ بادشاه دے،

د دُنيا قومونه دې په لړزان شى.

هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے،

نو زمکه دې په لړزېدو شى.

۲ مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے،

او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.

۳ هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى،

ځکه چې ستا نوم پاک دے،

۴ او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى.

تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے،

تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے

څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.

۵ مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،

او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ،

ځکه چې هغه مقدس دے.

۶ موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو،

سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو.

هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،

او هغۀ يې سوال قبول کړو.

۷ هغۀ دوئ سره د وريځې د ستنې نه خبرې وکړې،

هغوئ هغه ټول حُکمونه او قانون منلو کوم چې دوئ ته ورکړے شوى وُو.

۸ اے مالِکه خُدايه زمونږ پاکه خُدايه،

د هغوئ سوال تا قبول کړو.

تۀ د بنى اِسرائيلو بخښونکے خُدائ پاک يې،

کۀ څۀ هم تا د هغوئ بدو عملونو ته سزا ورکړله.

۹ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ،

په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ،

ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.