0:00 / 0:00

زبور شريف

اووۀ نوييم زبور

د خُدائ پاک لوئى او قدرت

۱ مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى،

او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.

۲ او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى،

اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.

۳ د هغۀ نه وړاندې اور روان وى،

په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى.

۴ د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى،

زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى.

۵ د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى،

د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.

۶ آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى،

او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.

۷ هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى،

هغوئ هم څوک چې په بې‌کاره بُتانو نازيږى.

اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.

۸ د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى،

ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.

۹ ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې،

او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.

۱۰ څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى،

هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى،

او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.

۱۱ نُور په صادقانو وځلېدلو،

او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.

۱۲ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ،

او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.