Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
۲ خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
۳ نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
۴ خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
۵ نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
۶ بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.