چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى،
او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.
۲ او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى،
اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.
۳ د هغۀ نه وړاندې اور روان وى،
په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى.
۴ د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى،
زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى.
۵ د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى،
د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.
۶ آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى،
او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.
۷ هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى،
هغوئ هم څوک چې په بېکاره بُتانو نازيږى.
اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.
۸ د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى،
ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.
۹ ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې،
او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.
۱۰ څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى،
هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى،
او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.
۱۱ نُور په صادقانو وځلېدلو،
او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.
۱۲ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ،
او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.