0:00 / 0:00

زبور شريف

شپږ نوييم زبور

د خُدائ لوئى او جلال

۱ مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ،

اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.

۲ مالِک خُدائ ته سرود ووايئ او د هغۀ د نوم ثناء ووايئ،

او د هغۀ خلاصون هره ورځ بيان کړئ.

۳ په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه،

د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.

۴ ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے،

د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.

۵ ځکه چې د قومونو نور ټول معبودان تش بُتان دى،

خو مالِک خُدائ آسمانونه جوړ کړى دى.

۶ شان او شوکت د هغۀ سره ښائى،

طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.

۷ اے د ټولو قومونو کورَنو، د مالِک خُدائ ثناء او صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ لوئى او طاقت بيان کړئ.

۸ د مالِک خُدائ هغه لوئى بيان کړئ کومه چې د هغۀ نوم سره ښائى،

د هغۀ دربار ته راشئ او يوه نذرانه راوړئ.

۹ د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ،

اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.

۱۰ په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى.

د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى.

او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“

۱۱ پرېږدئ چې آسمانونه خوشحاله شى او زمکه خوشحالى وکړى،

سمندر او چې هغې کښې هر څۀ دى هغوئ دې خوشحالى وکړى.

۱۲ پټى دې هم خوشحالى وکړى او څۀ چې په هغې کښې دى،

نو د ځنګل ټولې ونې به د خوشحالۍ سندرې ووائى،

۱۳ دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے،

هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى،

هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى،

او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.