0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او يو کم څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

۱اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم

او تۀ ما پېژنې.

۲تا ته زما د ناستې پاستې پته ده،

او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې.

۳زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم،

نو تا ته زما د ټولو کارونو پته ده.

۴خبره لا زما د خولې نه وتلې نۀ وى،

چې تۀ په هغې پوره خبر يې، اے مالِکه خُدايه.

۵زما نه مخکښې او وروستو تۀ يې،

او تا د خپل برکت لاس په ما اېښے دے.

۶دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده،

او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.

۷زۀ به ستا د روح نه چرته لاړ شم؟

ستا د حضور نه به چرته وتښتم؟

۸کۀ چرې زۀ آسمان ته هم وخېژم، تۀ هلته يې،

کۀ چرې زۀ په قبر کښې هم څملم، ته هلته يې.

۹کۀ چرې زۀ د سبا په وزرو سور شم،

کۀ چرې زۀ د سمندر په لرې غاړه اوسېږم،

۱۰هلته به ستا لاس زما لارښودنه وکړى،

او ستا قدرت به ما په تېزۍ سره راونيسى.

۱۱کۀ چرې زۀ دا ووايم چې، ”تيارۀ به ضرور ما ستا نه پټ کړى،

او زما نه ګېرچاپېره رڼا به په شپه بدله شى.“

۱۲خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى،

شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى.

ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.

۱۳ځکه چې تا زما دننه هر څۀ پېدا کړل،

او زۀ تا د مور په ګېډه کښې يو ځائ کړم.

۱۴زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے،

ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم.

۱۵زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه

کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم،

او کله چې زۀ د زمکې په ژوره کښې جوړېدلم.

۱۶ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو.

او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې

هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.

۱۷ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه،

او دا څومره بې‌حسابه دى.

۱۸کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى.

او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.

۱۹کاش چې تۀ بدکاران هلاکوې، اے پاکه خُدايه،

او وينو ته تږى ناست زما نه لرې کړې.

۲۰دوئ تا پسې قصداً بدې خبرې کوى،

او مخالفين دې نوم بې‌فائدې اخلى.

۲۱مالِکه خُدايه، ولې زۀ د هغوئ نه نفرت ونۀ کړم څوک چې ستا نه نفرت کوى؟

او د هغوئ نه کرکه ونۀ کړم څوک چې ستا مخالفت کوى؟

۲۲زۀ بلکل د هغوئ نه نفرت کوم څوک چې ستا نه نفرت کوى،

او هغوئ خپل دشمنان ګڼم.

۲۳پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه،

او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه.

۲۴ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى،

ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166