0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

۱ اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه،

او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،

۲ او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى

او هره ورځ جنګ توده‌وى.

۳ دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى،

او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.

۴ اے مالِکه خُدايه، ما د بدکارانو د لاس نه محفوظ کړه،

او ما د ظالمانو نه بچ کړه،

څوک چې زما د پښو ګېرولو دپاره منصوبې جوړوى.

۵ کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى،

او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى.

او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.

۶ ما مالِک خُدائ ته ووئيل، تۀ زما خُدائ پاک يې.

اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما سوال زارى واوره.

۷ اے قادره مالِکه خُدايه، زما قوى خلاصونکيه،

څوک چې د جنګ په ورځ زما سر پټوى.

۸ د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه،

او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده،

هسې نه چې دوئ مغروره شى.

۹ او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى،

او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.

۱۰ بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى،

او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى،

او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى.

۱۱ غېبت کوونکى دې په دې مُلک کښې کامياب نۀ شى،

او په ظالمانو دې ناګهانه افت راشى.

۱۲ زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى،

او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.

۱۳ او بې‌شکه چې نېکان به ستا د نوم ثناء صِفت وکړى،

او صادقان به ستا په حضور کښې ژوند وکړى.