0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او اتۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد د شُکر ګزارۍ سرود

۱ زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه،

او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.

۲ زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم،

او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم،

ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې،

او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.

۳ ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده،

تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.

۴ اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى،

چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.

۵ دوئ دې د مالِک خُدائ د طريقو ثناء صِفت وکړى،

ځکه چې د مالِک خُدائ جلال لوئ دے.

۶ کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے،

خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى،

خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.

۷ زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم،

تۀ زما ژوندون بچ کوې.

تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې،

د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.

۸ مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى،

ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى،

د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.