۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او يو کم څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

۱ اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم

او تۀ ما پېژنې.

۲ تا ته زما د ناستې پاستې پته ده،

او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې.

۳ زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم،

نو تا ته زما د ټولو کارونو پته ده.

۴ خبره لا زما د خولې نه وتلې نۀ وى،

چې تۀ په هغې پوره خبر يې، اے مالِکه خُدايه.

۵ زما نه مخکښې او وروستو تۀ يې،

او تا د خپل برکت لاس په ما اېښے دے.

۶ دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده،

او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.

۷ زۀ به ستا د روح نه چرته لاړ شم؟

ستا د حضور نه به چرته وتښتم؟

۸ کۀ چرې زۀ آسمان ته هم وخېژم، تۀ هلته يې،

کۀ چرې زۀ په قبر کښې هم څملم، ته هلته يې.

۹ کۀ چرې زۀ د سبا په وزرو سور شم،

کۀ چرې زۀ د سمندر په لرې غاړه اوسېږم،

۱۰ هلته به ستا لاس زما لارښودنه وکړى،

او ستا قدرت به ما په تېزۍ سره راونيسى.

۱۱ کۀ چرې زۀ دا ووايم چې، ”تيارۀ به ضرور ما ستا نه پټ کړى،

او زما نه ګېرچاپېره رڼا به په شپه بدله شى.“

۱۲ خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى،

شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى.

ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.

۱۳ ځکه چې تا زما دننه هر څۀ پېدا کړل،

او زۀ تا د مور په ګېډه کښې يو ځائ کړم.

۱۴ زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے،

ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم.

۱۵ زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه

کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم،

او کله چې زۀ د زمکې په ژوره کښې جوړېدلم.

۱۶ ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو.

او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې

هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.

۱۷ ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه،

او دا څومره بې‌حسابه دى.

۱۸ کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى.

او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.

۱۹ کاش چې تۀ بدکاران هلاکوې، اے پاکه خُدايه،

او وينو ته تږى ناست زما نه لرې کړې.

۲۰ دوئ تا پسې قصداً بدې خبرې کوى،

او مخالفين دې نوم بې‌فائدې اخلى.

۲۱ مالِکه خُدايه، ولې زۀ د هغوئ نه نفرت ونۀ کړم څوک چې ستا نه نفرت کوى؟

او د هغوئ نه کرکه ونۀ کړم څوک چې ستا مخالفت کوى؟

۲۲ زۀ بلکل د هغوئ نه نفرت کوم څوک چې ستا نه نفرت کوى،

او هغوئ خپل دشمنان ګڼم.

۲۳ پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه،

او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه.

۲۴ ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى،

ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.