0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او اووۀ دېرشم زبور

۱ نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل،

هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.

۲ هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو،

۳ ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى،

او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو،

دوئ مونږ ته وئيل چې، ”مونږ ته د صيون د سندرو نه يوه ووايئ.“

۴ نو مونږ د مالِک خُدائ سندرې څنګه ووايو

هرکله چې مونږ په پردى مُلک کښې يُو؟

۵ کۀ چرې زۀ تا هېر کړمه يروشلم،

نو زما ښى لاس نه دې خپل هُنر هېر شى.

۶ زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى،

کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې،

او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.

۷ اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو،

په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو.

هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ،

او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“

۸ اے د بابل خلقو، تباه شئ،

هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى،

کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.

۹ هغه به خوشحاله وى څوک چې ستا ماشومان ګرفتاروى،

او د ګټانو سره ورله ډغرې ورکوى.