کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه،
او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.
۲ زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم،
او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم،
ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې،
او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.
۳ ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده،
تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.
۴ اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى،
چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.
۵ دوئ دې د مالِک خُدائ د طريقو ثناء صِفت وکړى،
ځکه چې د مالِک خُدائ جلال لوئ دے.
۶ کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے،
خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى،
خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.
۷ زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم،
تۀ زما ژوندون بچ کوې.
تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې،
د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.
۸ مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى،
ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى،
د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.