د زبورونو کتاب

اته اویایم زبور

خدای او د هغه قوم

(د اساف زبور)

۱ ای زما قومه، زما تعلیم ته غوږ شئ

واورئ په غور زما د خولې خبرې

۲ خبرې وبه کړمه زه په مثالونو باندې

زه به رازونه کړم بیان د تېرو شویو وختو

۳ هغه شیان چې اورېدلي او زده کړي مو دي

هغه شیان چې مو نیکونو بیان کړي راته

۴ هغه به پټ نه ساتو خپلو اولادونو څخه

کړو به یې بیان راتلونکي نسل ته

وړ د ستایلو کارنامې او هم قدرت د څښتن

او هم کارونه عجیبه کوم چې هغه کړي دي

۵ ورکړ هغه د اسراییلو قوم ته خپل شریعت

هغه ولس چې د یعقوب نسل دی

زمونږ نیکونو ته یې وکړ حکم

چې اولادونو ته ورزده کړي هغه

۶ ترڅو راتلونکی نسل زده کړي هغه

هم هغه کوچنیان چې لا پیدا نه دي

او په خپل وار سره بیان خپل اولادونو ته کړي

۷ نو په دې توګه به هغوی هم توکل وکاندي خدای باندې

او هېر به نه کړي کوم کارونه چې هغه کړي دي

بلکې هغوی به اطاعت یې د حکمونو کوي

۸ او دوی به نه وي سرکښان او نافرمانه خلک

لکه د خپلو نیکه‌ګانو په شان

د چا چې زړه ټینګ باور نه درلود خدای باندې

او نه یې روح ؤ وفادار هغه ته

۹ سره له دې چې وو سمبال افرایمیان په لیندو

خو د جګړې په ورځ یې تېښته وکړه

۱۰ هغوی د خدای سره خپل لوظ باندې وفا ونه کړه

هغوی انکار وکړ ویې نه منلو قانون د هغه

۱۱ هغوی دا هېر کړل چې هغه څه وکړل

هغه معجزې چې خدای ښودلې وې هغوی ته

۱۲ په داسې حال کې چې نیکونو یې کتل

خدای معجزې ښودلې

د مصر ملک او د ‎صوعن سیمه کې

۱۳ خدای په دریاب کې کړله جوړه لاره

هغوی یې پورې ویستل

اوبه یې سمې د دېوال په شانتې ودرولې

۱۴ د ورځې دوی ته لارښوونه یې په ورېځې کړله

او ټوله شپه به یې د اور په رڼا

۱۵ هغه به دښته کې ګټونه چول

او ورکولې به یې اوبه هغوی ته

داسې پرېمانه د بحرونو په شان

۱۶ هغه ویالې جوړې کړې

چې شي جاري له ګټ نه

ویې بهولې اوبه

لکه سیندونو په شان

۱۷ خو دوی د خدای په وړاندې دوامداره ګناهونه کول

دښته کې وکړه سرکښي یې خدای تعالی په وړاندې

۱۸ هغوی قصدي په خدای کاوه ازمېښت

د خپلې خوښې د خوړو چې یې غوښتنه کړله

۱۹ دوی به د خدای په ضد خبرې کړلې ویل به هغوی:

«ایا کولای شي خدای مونږ ته دسترخوان وغوړوي دښته کې؟

۲۰ دغه رښتیا دي چې خدای ګټ وواهه

او د سېلاب په شان جاري شوې اوبه

خو ایا دا هم شي کولای چې ډوډۍ راته تیاره کاندي؟

او هم ورکړي خپل قوم ته غوښه؟»

۲۱ نو څښتن دوی باندې شو ډېر په قهر

چې کله یې واورېدې د دوی خبرې

او د یعقوب په خلاف بل شولو اور

په اسراییلو باندې یې قهر په ډېرېدلو شولو

۲۲ ځکه چې دوی په خدای ایمان نه درلود

باور یې نه درلود چې هغوی ته به خلاصون ورکړي

۲۳ خو پاس اسمان ته هغه حکم وکړ

او دروازې یې د اسمان پرانیستې

۲۴ ورته ویې لېږلو من چې دوی یې وخوري

او ویې بخښلې دوی ته د اسمان غلې

۲۵ انسان وخوړه ډوډۍ د فرښتو

څومره چې دوی غوښته خدای ورکړه ورته

۲۶ له ختیځه یې راوالوزاوه باد په اسمانو کې

او په خپل قدرت یې راوړ باد له جنوبه څخه

۲۷ لکه د دوړو په څېر غوښه یې نازله کړله

مرغان ډېر زیات لکه د شګو د دریاب د غاړې

۲۸ هغوی یې پرېښودل چې ولویږي د کمپ په منځ کې

ټولو خېمو په شاوخوا باندې

۲۹ نو خلکو وخوړل او شول پرې ماړه

څه چې دوی غوښتي وو خدای ورکړل ورته

۳۰ لا پوره شوې اشتها یې نه وه

مړۍ د خولو یې لا خوړلې نه وه

۳۱ چې شو راپورته د خدای قهر په دوی

ویې وژل د دوی قوي سړي

او کړل یې مړه د اسراییلو ځوانان

۳۲ سره له دې ټولو کارو خلکو بس نه کړه ګناه

سره له دې چې معجزې یې د هغه ولیدې

خو دوی بیاهم ایمان رانه وړلو هغه باندې

۳۳ نو د هغوی ورځې یې کړې ختمې خوشې

کړل یې کلونه خلاص په وېره وېره د دوی

۳۴ کله چې دوی نه به خدای ووژل ځینې کسان

هغه ته وبه کړه رجوع د هغو پاتې خلکو

هغوی توبه ویستله او سخته دعا یې کوله

۳۵ دوی ته وریاد شول چې خدای ؤ ساتونکی د دوی

چې خدای تعالی دی خلاصوونکی د دوی

۳۶ خو بیا به دوی کړه چاپلوسي په خپلو خولو هغه ته

ویل به یې دروغ ورته په خپلو ژبو

۳۷ هغه ته نه وو وفادار یې زړونه

نه وو رښتیني د هغه لوظ ته

۳۸ خو مهربان ؤ خدای خپل قوم باندې

هغه ګناه د دوی وروبخښله

او تباه یې نه کړل هغوی

په څو څو وار یې د خپل قهر مخه ونیوله

خپل غضب ټول یې راونه پاراوه

۳۹ هغه رایاد کړل چې هغوی دي صرف فاني انسانان

لکه د باد په شان چې لګي بېرته نه راګرځي

۴۰ هغوی په دښته کې څو څو ځلې

د هغه مقابل کې سرکښي وکړه

په څو څو وار یې په صحرا کې خفه کړی هغه!

۴۱ هغوی بیا بیا په خدای کاوه ازمېښت

سپېڅلی خدای د اسراییلو یې په تکلیف کړی دی

۴۲ دوی کړلو هېر لوی قدرت د هغه

او هغه ورځ چې دوی یې خلاص له دښمنانو کړل

۴۳ هغوی کړې هېرې معجزې

چې ښکاره کړې وې خدای مصر کې

د صوعن سیمه کې عجیب کارونه

۴۴ کړې یې بدلې د سیندونو او نهرونو اوبه په وینو باندې

د څښاک اوبه نه وې مصریانو سره

۴۵ په هغو باندې یې نازل کړل مچان

کړل په عذاب یې هغوی

او هم چونګښې چې یې ویجاړه کړله خاوره د دوی

۴۶ هغه نازل کړل ملخان ورباندې

چې یې فصلونه وخوري

او چې تباه کړي کروندې د هغوی

۴۷ د دوی تاکونه یې په ږلۍ تباه کړل

د انځر ونې ورته ووهلې یخ باندې

۴۸ د دوی پادې یې ووهلې په ږلۍ باندې

او ووهلې یې په تندر رمې

۴۹ اور د خپل قهر یې راواستولو ورته

کړ یې نازل په هغوی غضب، قهر او مصیبت

لکه د مرګ د فرښتو په شان په دوی راغلل

۵۰ هغه خاموش نه کړلو خپل قهر

او نه یې وژغورلو ژوند د هغوی

بلکې وبا باندې اخته کړل هغوی

۵۱ ټول یې کړل مړه د مصریانو مشران زامن

د حام خېمو کې د هغوی د نارینتوب لومړنۍ مېوه

۵۲ بیا هغه خپل خلک راوویستل لکه پسونو په شان

دښته کې وکړه لارښوونه یې د رمې په شان

۵۳ روغ او رمټ یې هغوی بوتلل او دوی نه وېرېدل

خو دریاب ‎غرق کړل دښمنان د هغوی

۵۴ خدای هغوی خپل پاک وطن ته راوستل

هغه غره ته چې نیولی یې په خپل ښي لاس ؤ

۵۵ د دوی په مخکې یې وشړل د هغه ځای قومونه

د هغوی ځمکه یې کړه تقسیم د اسراییلو قبیلو باندې

کړلو مېشته یې خپل ولس بیا د هغوی کورو کې

۵۶ خو سرکښي یې وکړه د خدای تعالی په وړاندې

هغه یې وازمایلو

قبول یې نه کړل د هغه حکمونه

۵۷ دوی یاغیان او بې‌وفا وو د نیکونو په شان

بې‌اعتباره وو هغوی کږې لیندې په شان

۵۸ خدای یې په قهر کړ خپلو کفري عبادتګاوو جوړولو باندې

خپلو بتانو عبادت باندې یې وپاراوه غیرت د هغه

۵۹ خدای ډېر په قهر شو چې یې دا واورېدل

شو لاس په سر د اسراییلو څخه

۶۰ پرېښود خپل استوګنځی شیلوه کې

هغه خېمه چې اوسېده په کې هغه د انسانانو منځ کې

۶۱ دښمنانو ته یې فرصت په لاس کې ورکړ

چې صندوق د لوظ ونیسي په زوره

کومه چې نښه د قدرت او د جلال وه د ده

۶۲ هغه خپل خلک ورکړل د تورې خولې ته

او شولو په قهر خپل غوره شوي قوم ته

۶۳ ځوانان د اور خوراک شول

څوک پاتې نه شو چې ودونه وکړي پېغلو سره

۶۴ په تورو مړه شول کاهنان د دوی

او د دوی کونډو ویر کولای نه شو

۶۵ اخر راپاڅېده څښتن لکه راویښ شي څوک له خوبه څخه

لکه قوي سړی چې مست وي په نشه د مېو

۶۶ په شا یې وتمبول خپل دښمنان

او په شرمو پټ یې کړل د تل دپاره

۶۷ خو هغه رد کړه اولاده د یوسف

غوره یې نه کړه قبیله د افرایم

۶۸ د دې په ځای یې قبیله د یهودا کړه غوره

او د صهیون غر چې ؤ ګران ورته

۶۹ هلته یې خپل سپېڅلی کور کړلو جوړ

لکه د لوړو اسمانونو په شان

هغه یې داسې قوي جوړ کړلو

لکه د ځمکې په شان

چې پایدار به اوسي تل دپاره

۷۰ خپل خدمتګار داود کړ غوره هغه

هغه یې بوتللو د مېږو د شپولونو څخه

۷۱ چې په کوم ځای کې یې ساتلې مېږې او وري

چې شي دی شپون د اولادې د یعقوب

د اسراییلو د قوم شپون چې یې دی غوره ولس

۷۲ د زړه له کومي به داود کاوه شپونتوب د هغوی

او په مهارت سره یې کړله لارښوونه د دوی