د زبورونو کتاب

نهه اویایم زبور

د قوم د خلاصون دپاره دعا

(د اساف زبور)

۱ ای خدایه، پردي قومونو ستا په خاوره باندې برید کړی

بې‌حرمتي ستا د سپېڅلي کور ده کړې هغوی

او اورشلیم یې بدل کړی کنډواله باندې

۲ کړل جسدونه یې د ستا د بندګانو د مرغانو خوراک

ستا د وفادارو د بدن غوښې

شوې د ځنګل د ځناورو خوراک

۳ د اوبو په شان یې وینې بهولې ستا د خلکو

ټول اورشلیم کې بهېدلې وینې

داسې څوک نه ؤ چې یې ښخ کړي مړي

۴ د شاوخوا قومونو د پېغور شولو مونږ

مونږ پورې خاندي او په مونږ باندې ملنډې وهي

۵ ای څښتنه، ته به په مونږ باندې په قهر یې همېش؟

ترڅو بلیږي به غیرت د ستا لکه د اور په شان؟

۶ قهر نازل دې کړه ته هغو قومونو باندې چې تا نه پېژني

په هغو پاچاهیو باندې چې ستا نوم نه اخلي

۷ ځکه چې دوی ده قتل کړې د یعقوب اولاده

هم تباه کړی یې هېواد د هغوی

۸ مه راکوه مونږ ته سزا خپلو نیکونو د ګناه په خاطر

زمونږ په حال باندې زر رحم وکړه

ځکه چې ډېر خوار او زار شوي یو مونږ

۹ ای خدایه، ای زمونږ ژغورونکیه خدایه

مونږه سره مرسته وکړه د خپل نوم د جلال په خاطر

ګناهونه زمونږ معاف کړه نجات راکړه

د خپل نوم په خاطر

۱۰ ولې قومونه مونږ نه وکړي دا سوال

چې ستاسو خدای چېرته دی؟

پرېږده مونږ ووینو چې ته هغو قومونو نه بدل واخلې

په دې خاطر چې هغوی ستا د خادمانو بهولې وینې

۱۱ د بندیانو زګېروي واوره

څوک چې په مرګ محکوم دي

کړه ته ازاد هغوی په خپل لوی قدرت

۱۲ اووه چنده ورکړه ته سزا هغوی ته ای څښتنه

هغو قومونو ګاونډیو ته چې ستا یې سپکاوی کړی دی

۱۳ نو بیا به مونږه چې یو ستا قوم، ستا د رمې پسونه

کړو همېشه به مونږ مننه ستا نه

نسل په نسل به کوو مونږه ستاینه د ستا