د زبورونو کتاب

اووه اویایم زبور

د مصیبت په وخت کې تسلي

(د سرود مشر یدوتون دپاره: د اساف زبور)

۱ په لوړ اواز خدای ته فریاد کومه

په لوړ اواز ورته فریاد کومه چې ماته غوږ ونیسي

۲ زه د سختۍ په وخت کې کړمه څښتن ته رجوع

زه په دعا کې ټوله شپه پورته کوم لاسونه

خو زما زړه تسلي نه شي موندلی

۳ کله چې زه رایادوم خدای

نو زه زګېروي کومه

کله چې ډوب شمه خیالونو کې زه

زړه تورن کېږمه زه

۴ پټېدو ته دې پرېنښودلې سترګې زما

دومره نا‌ارام یم چې کولای زه خبرې نه شم

۵ کومه فکر په خپل تېرو ورځو

رایادومه پخواني کلونه

۶ رایادوم خپله د شپې سندره

فکر کوم او له خپل ځانه دا پوښتنه کوم:

۷ «ایا څښتن به مونږ نه تل دپاره لاس واخلي؟

بیا به هېڅکله هم راضي نه شي هغه زمونږ نه؟

۸ ایا زمونږ سره یې تل بس کړه تلپاتې مینه؟

خپله وعده باندې به نور هغه تل نه دریږي؟

۹ ایا خدای هېر کړل چې رحیم به اوسي؟

د خواخوږۍ ځای یې نیولی قهر؟»

۱۰ نو بیا مې وویل خپل ځان سره

چې «څومره دردمند یمه زه

چې خدای تعالی نور نه ښایي

خپل قدرت زمونږ دپاره»

۱۱ زه یادوم به د ستا لوی کارونه ای څښتنه

رایادوم به معجزې چې دې ښودلې پخوا

۱۲ فکر به کړم ټولو کارونو باندې تا چې کړي

زه به د ستا په زورورو عملونو باندې فکر کوم

۱۳ ستا ټولې لارې سپېڅلې دي ای خدایه

داسې لوی خدای بل ستا په شان نشته دی

۱۴ ته هغه خدای یې چې کوې معجزې

منځ د قومونو کې ښودلی خپل قدرت دی تا

۱۵ په خپلو مټو دې خپل قوم خلاص کړی

تا د یعقوب او د یوسف اولاده

۱۶ کله چې سرې بحیرې ولیدلې ای خدایه

چې اوبو ولیدې نو ووېرېدې

تل د دریاب په لړزېدلو شولو

۱۷ له ورېځو ډېر په شړق باران راغی

تندر راپرېوت له اسمانه څخه

ستا د برېښنا غشي هر خواته په ویشتلو شول

۱۸ په توفان کې ستا د تندر اواز واورېدل شو

ستا د برېښنا په رڼا ټوله دنیاګۍ رڼا شوه

په لړزېدو او رپېدو شوه ځمکه

۱۹ تا د دریاب منځ کې قدم وواهه

پورې وتلې له ژور دریابه

خو ستا د پښو پلونه نه ښکارېدل

۲۰ لکه د شپون په شان دې بوتلو خپل قوم

په وسیله تا د موسی او هارون