د زبورونو کتاب

شپږ اویایم زبور

خدای فاتح دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره یوه سندره او هم د اساف زبور)

۱ خدای مشهور دی یهودا کې

نوم یې عظیم په اسراییلو کې دی

۲ په اورشلیم کې ده خېمه د هغه

استوګنځی یې د صهیون په غره کې

۳ تاوده غشي یې کړل مات په هغه ځای کې

هم یې سپرونه، تورې او ټولې وسلې ماتې کړې

۴ ته څومره ډک یې له جلاله او له نوره خدایه!

څومره له برمه ډک یې

زیات له تلپاتې غرو نه

۵ د دښمن زړور خلک ټول تالا شول

د مرګ په خوب باندې ویده شول هغوی

نور یې نه لرله وسه چې لاسونه جګ کړي

۶ د یعقوب خدایه، تا چې کله ورټل هغوی

د دوی اسونه او سواره شول په مرګ ویده

۷ یوازې ستا نه وېرېدل په کار دي

کله چې ته په قهر یې

څوک درېدلی شي د ستا په مخکې؟

۸ تا خپل قضاوت کړ د اسمان نه اعلان

نو ځمکه وېرېدله او شوه خاموشه هغه

۹ کله چې ته خدایه راپورته قضاوت ته شولې

چې د دنیا ټول مظلومان وژغورې

۱۰ د انسانانو قهر ګرځي سبب ستا د ثنا

څوک چې ژوندي شول پاتې ستا له غضب

هغوی به تا لره جشنونه نیسي

۱۱ خپل څښتن خدای ته ومنئ نذرونه او هغه ورکړئ

خپل سوغاتونه راوړئ

ای ټولو خلکو، چې اوسېږئ شاوخوا د هغه

هغه دپاره چې دی ډېر هیبتناک

۱۲ ماتوي هغه غرور د واکمنانو

په پاچاهانو د نړۍ راولي سخته وېره