د زبورونو کتاب

پنځه اویایم زبور

خدای قاضي دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال یوه سندره او هم د اساف زبور)

۱ مونږه ستا شکر کوو خدایه

شکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راته

بیانوي خلک ستا عجیبه کارونه

۲ وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دی

او په انصاف سره به کړم قضاوت

۳ که څه هم هر ژوندی موجود به رېږدي

او ځمکه به هم لړزیږي

زه به یې وساتمه ستنې ټینګې

۴ لاپو وهونکو ته دا وایم چې نه دې وهي لافې

امر کوم په بدکارانو چې غرور دې نه کړي

۵ هغوی ته وایم چې مغرور مه اوسئ

د سرکښۍ په سبب بس کړئ د غرور خبرې

۶ سرلوړي نه راځي له شرقه یا له غربه ځینې

او نه له دښتې او بیابانه ځینې

۷ بلکې دا خدای دی چې کوي قضاوت

ورکوي یو ته سرلوړي بل ته ذلت

۸ څښتن نیولې ده پیاله په لاس کې

چې کړې یې ډکه د قهر له ترخو شرابو

چې اچوي یې څښتن او ټول بدکاران یې څښي

باید یې وڅښي بدکاران تر اخري څاڅکي

۹ خو زه به هېڅکله بس نه کړمه خبرې

د یعقوب د خدای په هکله

او ورته وایمه سندرې به زه

۱۰ هغه به مات کړي ټول قوت د بدکارانو

خو قوت به زیات شي د نېکانو