۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

اووۀ شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: چې د رباب د تارونو سره وغږولے شو، د حمد‌و‌ثناء يو زبور

د شُکر ګزارۍ سرود

۱ خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى،

او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.

۲ او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى،

ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.

۳ اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى،

او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى.

۴ ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى،

ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،

۵ ټول قومونه دې ستا ثناء صِفت بيان کړى، اے پاکه خُدايه،

ستا په صِفت دې ټول قومونه ثناء خوان شى.

۶ نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى،

خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى.

۷ خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى،

او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.