۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

شپږ شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د زبور يو حمد

د شُکر ګزارۍ سرود

۱ اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ.

خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.

۲ د هغۀ د نوم د جلال سندرې ووايئ،

او د هغۀ جلالى حمد‌و‌ثناء بيان کړئ.

۳ خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے.

نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.

۴ په ټوله دُنيا کښې هر يو کس ستا عبادت کوى

ستا حمد‌و‌ثناء وائى او ستا د نوم ثناء صِفت کوى.“

۵ خُدائ پاک چې څۀ کړې دى راشئ هغه وګورئ،

او هغۀ چې بنيادمو له کوم لوئ کارونه کړى دى هغه وګورئ.

۶ هغۀ سمندر په وُچه زمکه باندې بدل کړو،

نو هغوئ ښۀ خوشحالى وکړه کله چې پېدل په کښې تير شول.

۷ هغه د تل دپاره په خپل طاقت بادشاهى کوى،

او قومونه د خپل نظر لاندې ساتى

چې دوئ خو د دۀ خلاف سرکشى نۀ کوى.

۸ اے ټولو قومونو آواز پورته کړئ،

زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،

۹ د هغۀ په لاس کښې زمونږ ژوندون دے

زمونږ پښې يې د تيندک خوړلو نه ساتلى دى.

۱۰ نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو،

داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.

۱۱ مونږ دې په جال کښې راګېر کړلو،

تا زمونږ په ملا دروند بار کېښودلو.

۱۲ تا زمونږ دشمنان زمونږ په سر باندې تېرېدو ته پرېښودل،

او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو،

خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.

۱۳ زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم،

خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،

۱۴ څۀ چې ما منلى وُو هم هغه به وکړم

کوم وخت کښې چې زۀ سخته کښې ګېر وم.

۱۵ زۀ به په قربان‌ګاه باندې څربه څاروى پېش کړم،

او دې سره به غوَيان او چېلۍ هم قربانى کړم.

۱۶ ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ،

نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.

۱۷ په خپله خولۀ ما هغۀ ته سوال زارى وکړه

او زما ژبې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړو.

۱۸ کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو،

نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.

۱۹ خو بې‌شکه خُدائ پاک ما ته غوږ نيولے دے،

او هغۀ زما د دُعا آواز اورېدلے دے.

۲۰ ثناء صِفت دې هغه خُدائ پاک ته وى چا چې زما دُعا رد نۀ کړه،

هغۀ خپله ابدى مينه ما سره ختمه نۀ کړه.