۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

اتۀ شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد د حمد‌و‌ثناء يو زبور

د کاميابۍ سرود

۱ پاکه خُدايه راپاڅه، او خپل دشمنان دې خوارۀ وارۀ کړه،

څوک چې تا نه نفرت کوى هغوئ تالا والا کړه.

۲ لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى،

دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ.

لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى،

دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.

۳ خو صادقان دې د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړى،

د خُدائ پاک په حضور کښې دې خوشحاله شى،

او د خوښۍ نعرې دې وکړى.

۴ خُدائ پاک ته سرود ووايئ، او د هغۀ د نوم ثناء صِفت بيان کړئ،

څوک چې سور په وريځو راځى هغه دروند کړئ،

د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے او د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړئ،

۵ د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى،

هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.

۶ تۀ بې‌کسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى.

خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.

۷ اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د خپلو خلقو لارښود وې،

او په بيابان کښې د هغوئ په وړاندې روان وې،

۸ زمکه وخوځېدله او باران د بره آسمانه وورېدو د خُدائ پاک په وړاندې،

د سينا په صحرا کښې او د بنى اِسرائيل د خُدائ پاک په وړاندې.

۹ په شيبو شيبو باران دې راشروع کړو پاکه خُدايه.

ترڅو تۀ خُشکه زمکه کړې تازه او آباده،

۱۰ ستا غوره شوى خلق په هغه ځائ کښې اوسېدل.

پاکه خُدايه، تا مسکينان د خپل سخاوت په وجه ماړۀ کړل.

۱۱ مالِک خُدائ حُکم وکړو،

او ډېرو ګڼو ښځو دا زېرے ورسولو،

۱۲ ”بادشاهان سره د فوجه وتښتېدل.“

په کور کښې ښځو د غنيمت مالونه تقسيم کړل.

۱۳ هغوئ خزانې وموندلې کۀ څۀ هم څوک چې شپول کښې اوسېدل،

کونترې چې د سپينو زرو وزرونه يې وُو او بڼې يې د سرو زرو وې.

۱۴ کله چې قادر خُدائ ټول بادشاهان خوارۀ وارۀ کړل،

د واورې په شان په ضلمون غر ورېدل.

۱۵ بسن غرونه څومره اوچت دى،

د بسن د غرۀ ډيرې دنګې څوکې دى.

۱۶ اے لوړو غرونو تاسو ولې د حسد په نظر ګورئ،

هغه غرونو ته کوم

چې خُدائ د خپل ځان د اوسېدو دپاره منتخب کړى دى؟

چرته چې به مالِک خُدائ د تل دپاره اوسيږى.

۱۷ د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو.

مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.

۱۸ کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل.

د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې

د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو.

نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.

۱۹ زمونږ خلاصونکى مالِک خُدائ ته دې ثناء وى،

څوک چې هره ورځ زمونږ بوج وړى.

۲۰ زمونږ قادر مطلق خُدائ هغه مالِک خُدائ دے څوک چې خلاصون ورکوى،

قادر مطلق خُدائ څوک چې مونږ د مرګ نه خلاصوى.

۲۱ خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى،

او د هغوئ کوپړۍ به هواره ‎کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.

۲۲ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به خپل دشمنان د بسن نه واپس راښکته کړم،

زۀ به هغوئ د سمندر د تل نه راوباسم،

۲۳ تاسو به د هغوئ په وينو کښې خپلې پښې ووينځئ،

او ستاسو سپى به خپله حِصه په خپلو ژبو وڅټى.“

۲۴ اے پاکه خُدايه، ستا جلوس هر چا وليدلو،

زما د خُدائ پاک او زما د بادشاه جلوس چې مقدس ځائ ته داخلېدو.

۲۵ سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى،

او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،

۲۶ ”په لويو ډلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړئ،

د بنى اِسرائيلو په جماعت کښې د مالِک خُدائ صِفت وکړئ.“

۲۷ د بنيامين وړه قبيله د دوئ لارښودنه کوى،

بيا ورپسې د يهوداه شهزادګان راروان دى،

په هغوئ پسې د زبولون او نفتالى شهزادګان راروان دى.

۲۸ پاکه خُدايه، خپل زور دې وښايه.

لکه څنګه چې تا مخکښې ښودلے وو

مونږ ته خپل زور بيا وښايه، پاکه خُدايه.

۲۹ ستا د مقدس کور په خاطر چې په يروشلم کښې دے،

بادشاهان تا له تحفې راوړى.

۳۰ مِصر ورټه څوک چې د وحشى ځناورو په شان د لوخو په ځنګل کښې اوسيږى،

او هغه قومونه چې د ځنګلى غوَيانو د رمو په شان د سخو په مينځ کښې دى ورټه،

او دوئ عاجزه کړه چې تا ته د سپينو زرو نذرانې وړاندې کړى.

هغه خلق خوارۀ وارۀ کړه څوک چې د جنګ شوق کوى.

۳۱ مِصريان دې د زېړو د قيمتى تُحفو سره راشى،

او د ايتهوپيا خلق دې خُدائ ته لاس په دُعا شى.

۳۲ د دُنيا بادشاهتونو د خُدائ د لويئ سندرې ووايئ،

مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ او ثناء صِفت بيان کړئ.

۳۳ د هغۀ ثناء صِفت وکړئ څوک چې په عرش باندې د ازل نه ناست دى،

هغه چا ته څوک چې په دروند آواز غږيږى.

۳۴ خُدائ پاک په خپل قدرت کښې وستايئ،

د چا چې دبدبه په بنى اِسرائيلو او زور په آسمانونو دے.

۳۵ په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه،

د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته،

ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.