چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ.
مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ،
د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.
۲ بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى،
د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى.
۳ هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى،
او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.
۴ ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى،
او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.
۵ مقدسين دې د هغۀ په عزت ورکولو سره خوشحاله شى،
او په خپلو بسترو کښې دې د خوشحالۍ سندرې وائى.
۶ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې د هغوئ په خُلو وى
او دوه مخيزه تُوره دې د هغوئ په لاسونو کښې وى،
۷ ترڅو په زور سره د قومونو نه بدل واخلى،
او چې د هغوئ خلقو ته سزا ورکړى،
۸ چې د هغوئ بادشاهان په هتکړُو کښې وتړى
او د هغوئ مشران دې په بيړو کښې وتړى،
۹ او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى.
دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.