چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،
د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.
۲ د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۳ اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،
ټولو ځلېدونکو ستورو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۴ اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
۵ هغوئ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړى،
ځکه چې د هغۀ په حُکم دوئ پېدا شوى دى.
۶ او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى،
او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.
۷ د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،
اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.
۸ برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو،
طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.
۹ تاسو غرونو او ټولو غونډو،
مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.
۱۰ ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو،
ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،
۱۱ د زمکې بادشاهانو او ټولو قومونو،
تاسو ټولو شهزادګانو او د دُنيا بادشاهانو،
۱۲ اے ټولو ځوانانو او پېغلو،
بوډاګانو او ماشومانو.
۱۳ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى،
ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے،
او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.
۱۴ هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے،
ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى،
يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.