د زبورونو کتاب

یوسلو پنځه څلوېښتم زبور

د ثنا او صفت سندره

(د داود د ثنا او صفت یوه سندره)

۱ بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچا

زه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه

۲ زه هره ورځ به ستا ثنا وایمه

ثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې

۳ څښتن لوی دی او لایق دی د ډېر زیات صفت

زمونږ د پوهې نه بهر ده د هغه لویي

۴ ستا د کارونو به صفت کیږي

له یوه نسل نه تر بله پورې

بیانوي به هغوی ستا زورور کارونه

۵ دوی به کوي ستا د جلال او شان او شوکت خبرې

او زه به کومه غور ستا په عجیبه کارونو

۶ خلک به خبرې کوي

ستا د قوي او هیبتناکه کارو په هکله

او بیانوم به زه لویي د ستا

۷ بیانوي به هغوی زیاتې نېکۍ ستا

او وایي سندرې به په خوشحالۍ سره

ستا د عدالت په هکله

۸ څښتن رحیم او مهربانه دی

زر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده

۹ مهربانه په هرچا دی هغه

او رحم کوي په خپلو ټولو مخلوقاتو باندې

۱۰ ټول مخلوقات به ستا ای څښتنه وکړي شکر ستا

او ستا وفادار خلک به ووایي ثنا د ستا

۱۱ هغوی به خبرې وکړي

ستا د پاچاهۍ د جلال په هکله

او بیانوي به ستا قدرت

۱۲ ترڅو خبر شي ټول خلک ستا له زورورو کارو

او ستا د شاهۍ له شان شوکته څخه

۱۳ ابدي ده پاچاهي ستا

او تل ترتله به پاچا یې ته

خپلو وعدو ته وفادار دی څښتن

او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه

۱۴ کوي مرسته د هغو خلکو سره

چې په تکلیف کې وي

لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته

۱۵ ټولو ژوندیو موجوداتو د امید سترګې نیولې تاته

چې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې

۱۶ ته یې پرېمانه ورکوې هغوی ته

او پوره کوې غوښتنې د ټول ژوندي مخلوق

۱۷ ټولو کارونو کې عادل دی څښتن

او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه

۱۸ څښتن نژدې دی هغه چاته چې ورته کړي فریاد

هغه چاته چې په اخلاص ورته فریاد کوي

۱۹ پوره کوي غوښتنې د هغو چې وېره کړي له هغه

هغه یې اوري فریادونه او خلاصون ورکوي

۲۰ څوک چې کوي ورسره مینه نو ساتي یې هغه

خو بدکاران به ټول تباه کړي هغه

۲۱ ثنا او صفت به زه د څښتن کومه

ټول مخلوقات دې تل صفت کړي د هغه د پاک نوم