د زبورونو کتاب

یوسلو شپږڅلوېښتم زبور

خلاصون ورکوونکي خدای ته ثنا او صفت

۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ

ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!

۲ ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغه

زه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم

۳ په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئ

هېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي

۴ کله چې مړه شي هغوی، بېرته ورځي خاورو ته

په هغه ورځ به شي برباد ټولې نقشې د دوی

۵ بختور دی هغه څوک چې مددګار یې دی خدای د یعقوب

چې یې امید په خپل څښتن خدای باندې وي

۶ چې دی خالق د اسمان، ځمکې او دریابونو

او هرڅه چې دي هغو کې

چې ولاړ وي همېشه خپلو وعدو باندې

۷ چې انصاف کوي د مظلومانو سره

او وږیو خلکو ته خواړه ورکوي

څښتن بندیان ازادوي

۸ او بینا کوي ړانده

لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته

د نېکو خلکو سره مینه کوي

۹ هغه ساتنه کوي د پردو خلکو

هغه پام کوي په کونډو او یتیمانو باندې

خو خرابوي د بدکارانو پلانونه

۱۰ څښتن به کړي پاچاهي د تل دپاره

ای صهیونه، پاچاهي به کړي ستا خدای

ټولو نسلونو پورې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!