د زبورونو کتاب

یوسلو څلورڅلوېښتم زبور

د بریالیتوب په خاطر د پاچا شکرګزاري

(د داود زبور)

۱ ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې دی ساتونکی زما

چې راکوي راته روزنه د جګړې دپاره

او تیاروي مې جنګ ته

۲ هغه زما مینه ناک خدای دی

او قوي کلا ده زما

دی پناه ځای او ژغورونکی زما

هغه دی سپر زما چې په کې اخلم پناه

او خلک راولي زما د فرمان لاندې

۳ ای څښتنه، انسان څه دی چې پرې پام کوې

فاني انسان چې ته یې خیال ساتې؟

۴ هغه دی لکه د ساه په شان

عمر یې تېریږي لکه سیوري په شان

۵ دروازې خلاصې کړه

د خپلو اسمانونو ای څښتنه

او شه راښکته لاندې

غرونو ته لاس وروړه

چې ترې لوګی پورته شي

۶ ته راولېږه برېښنا او تندر

او خواره واره کړه دښمنان دې خپل

غشي ګوزار کړه او وارخطا کړه هغوی

۷ لاس دې را‌اوږد کړه له اسمانه

ژورو اوبو نه مې راوباسه او راکړه خلاصون

ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه

۸ چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي

او خوري قسم په دروغو

۹ ای خدایه، نوې سندره به زه وایم تاته

زه تاته وایم به سندرې د چنګ په غږولو سره

۱۰ ته پاچاهانو ته بری ورکوې

او ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود ته

د وژونکې تورې څخه

۱۱ ماته خلاصون راکړه

ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه

چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي

او خوري قسم په دروغو

۱۲ زمونږ زامن دې په ځوانۍ کې

شي قوي لکه د بوټو په شان

زمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شان

چې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه

۱۳ ګودامونه دې وي ډک زمونږه

د هر ډول غلو دانو

په څړځایونو کې دې مېږې زمونږ

راوړي بچي په زرونو او لس ګونو زرو

۱۴ زمونږ غواګانې دې بچي راوړي پرېمانه

او درز دې نه وي زمونږ د ښار په دېوالونو کې

او څوک دې یو نه وړل شي په اسارت باندې

د غم ژړا دې نه وي زمونږ کوڅو کې

۱۵ بختور دي هغه خلک چې پرې وي برکتونه داسې

بختور دي هغه خلک چې څښتن یې خدای دی