چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان،
دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.
۲ مالِک پاس د آسمان نه ګورى ټول بنيادمان
هغه ګورى چې په رښتيا په دُنيا شته داسې پوهان،
څوک شته په دې دُنيا د خُدائ متلاشيان.
۳ نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان،
نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.
۴ ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران،
دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان
مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟
۵ په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران،
ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو.
۶ اے بدکارانو تاسو په غريبانانو ظلم کوئ،
خو مالِک خُدائ دے د خپلو خلقو نګهبان.
۷ څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان،
کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان،
يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.