چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟
تر ابده پورې
تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟
۲ تر کومه به زما ذهن پرېشانه وى
هره ورځ زما په زړۀ کښې به تر کومه خفګان وى؟
تر کومه به دشمن په ما باندې غالب وى؟
۳ مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه.
سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،
۴ مۀ خوشحالوه ما باندې تۀ زما دشمنان،
چې، ”ور مو کړُو شکست،“ وائى به دوئ مدام.
دوئ مۀ خوشحالوه زما په لړزان.
۵ ستا په بېحده مينه لرم ايمان،
زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.
۶ مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان،
ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.