چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟
ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟
۲ ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟
ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟
ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟
۳ راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړه
ماته بیا خپل قوت راکړه
هسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم
۴ دښمن به وایي: «زه په ده شوم غالب»
دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله
۵ خو کړم باور ستا په تلپاتې مینه
زړګی زما ستا په نجات کې خوشحالي کوي
۶ زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنه
ځکه چې ما سره دې کړی احسان