چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ مرسته وکړه ای څښتنه!
دیندار خلک پاتې نه شول
وفادار انسانان ورک شول له دنیا نه
۲ دروغ وایي یو بل ته هغوی ټول
هغوی یو بل غولوي په چاپلوسۍ
۳ غوړهمالې ژبې غوڅې کړه څښتنه!
بندې هم لاپوکې خولې کړه چې وایي
۴ «مونږ په خپلو ژبو شو ګټلی هرڅه
مونږ ویلی شو هرڅه چې مونږ یې غواړو
هېڅوک نه شي کړای زمونږه مخنیوی»
۵ «خو به زه راپاڅېږمه اوس» څښتن وایي
«دا په دې چې په غریبانو ظلم کیږي
محتاجان کوي زګېروي له خپله درده
ورته ور به کړم امنیت چې په ارمان یې دي»
۶ د څښتن ټولې وعدې داسې سوچه دي
لکه اووه ځله چې سپین زر
په داشونو کې سوچه شي
۷-۸ بدکاران دي په هرځای کې
ټول ستاینه کړي د بدو
ای څښتنه، مونږه تل په امن ساته
مونږه وساته له دا رنګه کسانو