چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ کمعقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته
هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
۲ له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانو
ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل
چې رجوع وکړي خپل خدای ته
۳ خو هغوی ټول ګمراهان شول
ورسره هم فاسدان شول
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
یو هم نه کړي نېک کردار
۴ څښتن کړي دغه پوښتنه:
«ایا دوی هېڅ نه پوهیږي؟
بدکاران ټول جاهلان دي؟
زما خلک داسې خوري دوی
لکه وږي چې ډوډۍ خوري
هېڅ دعا نه کوي ماته»
۵ خو په دوی به وېره راشي
ځکه خدای مل دی د نېکانو سره
۶ بدکاران د عاجزانو پلانونه شنډوي
خو څښتن یې ساتندوی دی
۷ کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه
برکت چې کله بیا ورکړې څښتنه خپل ولس ته
بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي
اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي