د زبورونو کتاب

یوسلو نهه دېرشم زبور

د خدای کامله پوهه او پاملرنه

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ای څښتنه، زه ازمایلی یم تا او ما پېژنې ته

۲ کله چې زه کوم ارام او یا کار کومه

نو ته خبرېږې پرې

ته د لېرې نه پوهېږې په فکرونو زما

۳ ته مې ښه وینې که زه ګرځم او که ملاست یم

ټولو اعمالو نه خبر یې زما

۴ خبره نه وي لا وتلې مې د خولې نه

ته پرې بیخي پوهېږې ای څښتنه

۵ د کټارې په شان زما نه ته چاپېر یې

خپل لاس دې ایښی وي زما په سر باندې

۶ داسې معلومات چې ته یې لرې زما په هکله

حیرانوونکی دی ډېر

زما د عقل نه اوچت دی دا

۷ وتښتم چېرته ستا نه؟

ستا له حضوره چېرته لېرې لاړ شم؟

۸ که چېرې وخېژم اسمان ته نو ته یې هلته

که زه څملم د مړو دنیا کې نو ته یې هلته

۹ که ما کولای شول چې والوزمه هغه ځای ته

چې په کې لمر راخېژي

یا مې کولای شول چې واوسېږم هغه ځای کې

چېرته چې لمر پرېوځي

۱۰ هلته به هم یې چې ماته وکړې لارښوونه

ته به هلته یې چې ما سره کومک وکړې

۱۱ که زه ووایم تیارې نه چې ما پټ کړي

یا رڼا نه چې شاوخوا مې ده بدله په تیاره شي

۱۲ خو حتی تیاره هم تاته نه ده تیاره

او شپه د ستا دپاره ده د رڼا ورځې په شان

ځکه تاته رڼا او تیاره یوشان دي

۱۳ تا جوړه کړې هره برخه د بدن ده زما

هغه دې ټولې یوځای کړې زما د مور ګېډه کې

۱۴ ثنا او صفت کومه ستا ځکه چې زه دې پیدا کړی یمه

په عجیبه او په مرموزه توګه

او په دې خاطر چې ټول کارونه عجیبه دي ستا

په دې ډېر ښه پوهېږم

۱۵ چې کله هډوکي جوړېدل زما

یوځای کېدل هغه په غور سره

زما د مور ګېډه کې

چې لویېدمه پټ په هغه ځای کې

ته پوهېدلې چې زه هلته ومه

۱۶ مخکې له دې نه چې پیدا شمه زه

تا لیدلی ؤ زما نامکمله بدن

تا زما د ژوند ورځې چې دې ټاکلې وې زما دپاره

ټولې لیکلې دې وې په خپل کتاب کې

۱۷ څومره قیمتي دي ستا فکرونه زما دپاره خدایه

څومره زیات دي هغه

۱۸ که زه یې وشمېرمه

نو وي به زیات هغه له شګو څخه

چې رابېدار شمه زه نو بیاهم تا سره یم

۱۹ ای خدایه، کاشکې ته ووژنې بدکاره خلک

کاشکې پرېږدي قاتلان خلک ما

۲۰ بدې خبرې کوي دوی تا پسې

او ستا دښمنان غلطه ګټه اخلي ستا د نامه څخه

۲۱ ای څښتنه، ایا ونه کړم کرکه هغه چا نه

چې کوي کرکه تا نه؟

او بېزاره نه شم هغه چا نه

چې سرکښي کړي تا نه؟

۲۲ بیخي نفرت کوم هغوی نه

هغوی ګڼمه لکه خپل دښمنان

۲۳ ای خدایه، ته ما وازمایه او زما له زړه خبر شه

ما امتحان کړه او شه خبر له اندېښنو نه زما

۲۴ وګوره ماته که روان یم زه په بده لاره

او د تل ژوندون په لاره وکړه لارښوونه زما