د زبورونو کتاب

یوسلو څلوېښتم زبور

د بدکارانو څخه د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ماته نجات راکړه ای څښتنه

له بدکارانو څخه

له ظالمانو مې خوندي وساته

۲ جوړوي بدې دسیسې

په خپلو زړونو کې دوی

همېشه جنګ او دعوې جوړوي

۳ د مار د نېش په شان دي تېزې د هغوی ژبې

د دوی له خولې راوځي خبرې د زهرجن مار په شان

۴ ومې ساته ته ای څښتنه د بدکارانو له منګولو

له ظالمانو مې خوندي وساته

ځکه نقشې جوړوي زما د تباهۍ دپاره

۵ مغروره خلکو راته ایښی دی دام

دوی راته ایښی تیلک

او زما په لاره کې یې ایښي دي دامونه

چې راګېر مې کړي

۶ څښتن ته وایمه زه: «ته زما خدای یې»

زارۍ مې واوره ای څښتنه د رحم دپاره

۷ ای زما څښتن تعالی، ای زما قوي ژغورونکیه

د جنګ میدان کې ته زما دپاره سپر شوې

۸ پوره نه کړې ارمانونه د بدکارو خلکو ای څښتنه

پرېنږدې چې کامیابې دسیسې شي د دوی

هسې نه چې مغروره شي دوی

۹ پرېنږدې چې کامیاب شي دښمنان زما

شي راګېر دې دوی په خپلو بدو خبرو کې

۱۰ سرې سکروټې دې راووري هغوی باندې

اور ته دې وغورځول شي هغوی

او ودې غورځول شي ژورو کندو ته

او بیا دې هېڅکله راونه وځي

۱۱ هغه خلک دې کامیاب نه شي

چې په نورو په ناحقه لګوي تورونه

بدي دې راشي په ظالمو خلکو

او کړي برباد دې هغوی

۱۲ څښتنه، زه پوهېږم

چې ته کوې د غریبانو دفاع

او کوې انصاف د حاجتمندو سره

۱۳ نېکان خلک به په رښتیا وایي ثنا ستا د نوم

او صادقان به ستا حضور کې کوي ژوند