د زبورونو کتاب

یوسلو اته دېرشم زبور

د شکرګزارۍ دعا

(د داود زبور)

۱ د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنه

نورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره

۲ کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لور

او ثنا او صفت دې د نامه کومه

ستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطر

ځکه خپل نوم او خپل کلام دې کړ اوچت

ټولو شیانو باندې

۳ چې کله سوال درته ما کړی قبول کړی دی تا

په خپل قدرت دې قوي کړی یم زه

۴ د نړۍ ټول پاچاهان به ستا ستاینه کوي ای څښتنه

په دې خاطر چې ستا کلام دی اورېدلی هغوی

۵ وایي سندرې به هغوی هغو کارو په هکله

کوم چې کړي دي تا

ځکه چې لوی دی ستا جلال

۶ سره له دې چې ډېر عظیم یې ته

خو پام کوې په عاجزانو باندې

خو کبرجن خلک ته پېژنې له لېرې څخه

۷ کله چې زه لاس او ګرېوان یم تکلیفونو سره

ته مې خوندي ساتې

ته ودرېږې زما د قهرجنو دښمنانو مخې ته

او بچ کوې مې ته په خپل قوي لاسونو باندې

۸ ته به سرته رسوې خپل مقصد زما دپاره

ده ابدي ستا مینه ای څښتنه

تا پیدا کړي یو او مونږ مه پرېږده ته