د زبورونو کتاب

یوسلو اووه دېرشم زبور

د اسراییلیانو د جلاوطنۍ په اړه ویر

۱ مونږه په غاړه د سیندونو د بابل کښېناستو

مونږ هلته وژړل په یاد د صهیون

۲ مونږه ځوړند کړل خپل ربابونه

د سپېدار په څانګو

۳ هغو کسانو چې نیولي یې وو مونږ هلته

مونږ ته یې وویل چې سندرې وایئ

چې زمونږ وخت ښه تېر شي

مونږ ته ووایئ یوه سندره د صهیون په هکله

۴ څنګه کولای شو مونږ

چې د څښتن سندره ووایو

په پردي وطن کې؟

۵ ای اورشلیمه، که مې هېر کړلې ته

نو زما ښي لاس دې شي شل

چې بیا ونه وهم رباب

۶ که زه تا یاد نه کړمه اورشلیمه

که زه د ستا په هکله ونه کړم فکر

چې ته یې لویه خوشحالي زما

نو ودې نښلي زما ژبه په تالو کې

چې بیا ونه وایم سندرې کله

۷ یاد کړه څښتنه، څه وکړل ادومیانو

په هغه ورځ چې اورشلیم تسخیر شو

یاد کړه چې څنګه دوی وهلې چیغې:

«هغه وران کړئ، هغه وران کړئ

وران یې کړئ تر تهدابونو پورې»

۸ ته به نابود شې ای بابله

بختور دي هغه خلک

چې تا سره وکړي هغه کار

چې تا کړی ؤ زمونږ سره

۹ بختور دي هغه خلک

چې ماشومان ستا نیسي

او وهي یې د ګټانو سره