د زبورونو کتاب

یوسلو شپږدېرشم زبور

د شکرګزارۍ سندره

۱ د څښتن شکر کوئ

ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۲ کوئ شکر د خدایانو د خدای

ده ابدي د هغه مینه

۳ شکر کوئ د څښتنانو د څښتن

ده ابدي د هغه مینه

۴ یوازې هغه دی چې لویې معجزې ښایي

ده ابدي د هغه مینه

۵ هغه پیدا کړي اسمانونه

په خپل حکمت باندې

ده ابدي د هغه مینه

۶ خپره کړې یې ده ځمکه د اوبو دپاسه

ده ابدي د هغه مینه

۷ پیدا کړې هغه لویې رڼاګانې

ده ابدي د هغه مینه

۸ لمر چې حکومت کوي په ورځ باندې

ده ابدي د هغه مینه

۹ سپوږمۍ او ستوري چې حکومت کوي

په شپې باندې

ده ابدي د هغه مینه

۱۰ لومړني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړل

ده ابدي د هغه مینه

۱۱ د اسراییلو قوم یې راوویست د مصر څخه

ده ابدي د هغه مینه

۱۲ په خپل قوي لاس او قدرتمندو مټو

ده ابدي د هغه مینه

۱۳ سره بحیره یې کړله بېله منځ کې

ده ابدي د هغه مینه

۱۴ د هغې له منځ نه یې خپل قوم تېر کړ

ده ابدي د هغه مینه

۱۵ خو فرعون او د هغه لښکر یې

غرق کړل سره بحیره کې

ده ابدي د هغه مینه

۱۶ خپل خلک یې بوتلل د بیابان له لارې

ده ابدي د هغه مینه

۱۷ رانسکور کړل هغه لوی پاچاهان

ده ابدي د هغه مینه

۱۸ هغه مړه کړل قدرتمند پاچاهان

ده ابدي د هغه مینه

۱۹ هغه مړ کړلو سیحون د اموریانو پاچا

ده ابدي د هغه مینه

۲۰ مړ یې کړ عوج د باشان پاچا

ده ابدي د هغه مینه

۲۱ د هغوی هېوادونه یې خپل قوم ته

په میراث کې ورکړل

ده ابدي د هغه مینه

۲۲ هغه یې ورکړل خپل خدمتګار اسراییل ته

ده ابدي د هغه مینه

۲۳ کله چې مونږ وخوړه ماتې

هغه هېر نه کړلو

ده ابدي د هغه مینه

۲۴ مونږ یې له خپلو دښمنانو خلاص کړو

ده ابدي د هغه مینه

۲۵ هغه ورکوي رزق هر ژوندي مخلوق ته

ده ابدي د هغه مینه

۲۶ شکر وباسئ د اسمانونو خدای ته

ده ابدي د هغه مینه