۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او يو کم دېرشم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“

بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.

۲ ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،

خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے.

۳ زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم،

لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“

۴ خو مالِک خُدائ صادق دے،

او زۀ يې د شريرانو د رسۍ نه آزاد کړے يم.

۵ هر څوک چې د صيون نه کرکه کوى،

هغوئ به په شرم وشرميږى او شکست به وخورى.

۶ هغوئ دې د چت د واښو په شان اوچ شى،

کوم چې د غټېدو نه وړاندې اوچ شى.

۷ د لَوګرو لاسونه دې پرې ډک نۀ شى،

څوک ‎يې چې راټولوى نو د هغۀ غېږه دې پرې ډکه نۀ شى.

۸ هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى،

چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى،

مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“